انصار:( د سلواغی ۱۰ مه)، د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د مالیې وزارت ادعا کړې، چې په تېرو لسو میاشتو کې بهر ته د افغانستان صادرات ۱۲۲ میلیارد افغانیو رسېدلي دي.
د دغه وزارت په یوه اعلامیه کې راغلي چې د افغانستان په صادراتو کې لویه ونډه د مېوو، پنبې او سبزیجاتو ده.
د اعلامیې د معلوماتو له مخې، چې افغانستان په تېرو لسو میاشتو کې د ۴۳ میلیارد افغانیو په ارزښت مېوه، د ۱۶ میلیارد افغانیو په ارزښت پنبه او د ۱۷ میلیارد افغانیو په ارزښت سبزیجات بهر ته صادر کړي دي.
مالیې وزارت زیاته کړې، چې اکثره صادرات پاکستان، هند او متحده عربي اماراتو ته شوي دي.
طالب چارواکي وخت په وخت د صادراتو د زیاتوالي او نورو اقتصادي لاسته راوړنو ادعاوې کوي، چې ځینې وخت یې نړیوال بانک او نور اقتصادي سازمانونه تاییدوي، خو ځینې وخت یې د شک وړ ګڼي.
د مالیې پخوانی وزیر حضرت عمر زاخېلوال باور لري، چې د طالبانو له بیا واکمنیدو سره اقتصادي وضعیت ستونزو سره مخ شوی، خو د ده په باور تر دې د لا خرابیدو امکان یې و، چې تر یوه ځایه یې مخنیوی شوی.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/29887